کابل ټکی کام ۲۳سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
طالبانو پخپله رسمي خبر پاڼه ادعاء کړې ده چې د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ اړوند په خلبیسات سیمه کې د افغان عسکرو پر کمپاین برید ترسره کړی دی.
خبر پاڼې لیکلي دي، برید داسې مهال ترسره شو چې په دغه کمپاین کې د خوست ولایت والي حکم خان حبیبي، د سرحداتو وزیر ګلاب منګل، د استخباراتو رئیس برکت الله څمکنی او یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو ګډون درلود.
خبر پاڼه کاږي چې «معلومات ښیي د بریدپه جریان کې دولسوالۍ مرکز هم په نښه شوچي له امله یې دښمن ته درانه ځاني اومالي تلفات واوښتل.»
طالبانو همدا شان په خبر پاڼه کې ادعاء کړې ده چې په یاد مرکز د برید په ترڅ کې د غونډې د ګډو ډېدو تر څنګ ۴ افغان عسکر هم ووژل شول، او نور ګڼ شمېر مرګوني ټپيان شول.
خبر پاڼې زیاته کړې ده، په نکام کلي کې هغه عسکر چې د یادې غونډې امنیت یې نیولی وو، د دوی تر برید لاندې راغلل، چې ۳ تنه پکې ووژل شول، او ۲ تنه نور ټپيان شول.
له بلې خوا د خوست ولایت د مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي چې يو ملي او يو سرحدي پوليس نن د سړک غاړې ته په یوه ماين چاودنه کې وژل شوي دي.
















