چهارشنبه, اپریل 29, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

څنګه اغیزمنه وينا وکړو؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 27, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
40
ځلې شریک شوی
502
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حسان مجاهد

په نن زمانه کې دعوت او اصلاح ته ډيره اړتيا ده؛ ځکه مسلمانان دپخوا په پرتله بې لارې شوي دي، په لار شوي نه دي، دبې لاري توب لارې او اسباب ښه پریمانه شوي دي، په خلګو کې د تقوا او ديانت څرک نه ليدل کيږي، پخوا به خلګو له شبهاتو او مکروهاتو څخه ځان ژغورل؛ اوس يې حرامو ته مخه کړې ده، پخوا به خلګو دمستحباتو او آدابو خيال ساتل؛ اوس له خلګو فرائض پاتې شوي دي، پخوا به مسلمانان په خپل دین او کلتور دغره په څېر ټينګ ولاړ و؛ اوس ډېر په اسانۍ سره د پردي دین، عقیدې او کلتور پيروی کوي.
څومره چې دعوت مهم وبلل شو؛ داشان وینا هم مهمه ده؛ ځکه دعوت تر ډيره حده دوینا په مټ کيږي او څومره چې وینا مهمه شوه ‌داشان په وينا کې اغيز هم مهم دی، کومه وینا چې له ځان سره اغېز لري؛ په مټ يې دډبرو په څېر سخت زړونه نرميږي ، خلګ د سالمي تربيې په لوري را کاږي، تش ذهنونه په معلوماتو پرمتن کيږي، له باطلو افکارو او نظرياتو څخه ډک ذهنونه دګمراهۍ له ویروسه صفا کيږي او په پاکو ذهنونو کې دحق د ملګرتيا او باطل په وړاندې دمبارزې روحیه پیاوړې کیږي.
نن ورځ تر ډيره دا ستونزه ليدل کيږي چې ځينې کسان ښه پوه لري خو په وينا کې دنه مهارت له امله نور وګړي نشي پوه کولای، که بیا پوه شي هم، خو وینا يې اغیز نه لري؛ په دې اساس موږ لازمه وبلله چې داغيزمنې وینا لپاره څو بنيادي اصول او مهم ټکي راړو چې په لاندې توګه دي:

دا هم ولولئ

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

۱_ تر وینا وړاندې نيت صفا کړئ، که تاسې په وینا کې غوره نيت او پوره اخلاص ولرئ؛ نو په داسې وينا کې په بیل کيف روحي خوند او اغيز پروت وي.
۲_ سټیج ته تر تللو وړاندې ویره مه احساسوئ او وینا ته په شوق سره ورځئ.
۳_ دوینا پر مهال که تر فشار لاندې راځئ، نو دا فکر کوئ چې ماته زما په څېر انسانان ناست دي او زه ويناوال په علمي سويه تر دوئ لوړ يم.
۴_کوښښ وکړئ چې خطبه مو له ټاکلې موضوع سره په ورته الفاظو مشتمله وي.
۵_ تر (اما بعد) وروسته په اعوذ با الله، بسم الله او بیا په آيت پيل کوئ، تر اعوذ با الله او بسم الله وړاندې (قال الله تعالی)مه واياست.
۶_ تر وینا وړاندې د ټاکلي موضوع په اړه هر اړخيزه مطالعه وکړئ؛ تر څو وینا ښه په ډاډ او باور سره وکړئ.
۷_ دوينا پر مهال لاسونه په سینه مه ږدئ، بلکې دخولې له ښورولو سره لاسونه هم ښوروئ، په اثبات کې ښی لاس او په نفی کې چپ لاس ښوروئ!
۸_ په وینا کې د ناستو کسانو په سترګو کې خپلې سترګې خښې کړئ او کښته مه ګورئ.
۹_ په ويښتانو، ږیره او نورو اندامونو لاس مه وهئ.
۱۰_ په لاس کې قلم، ټليفون، تسپې وغیره مه نيسئ.
۱۱_ په ناستو کسانو کې خاص کسان دځان مخاطبین مه ګرځوئ، بلکې په ټولو کسانو کې سترګې غړوئ.
۱۲_ په بعضي جملو سره د اوريدونکو پام ځانته را اړوئ لکه: آيا داسې نه ده؟ دا څومره د افسوس خبره ده! تاسې څه فکر کوئ؟
۱۳_ موضوع باید په مختصرو خو له معنی په ډکو الفاظو باندې وي.
۱۴_ په غږ کې بدلون پيدا کړئ، تر پايه په يو غږ خبري کول د ناستو کسانو د ستړيا لامل ګرځي.
۱۵_ ډير ټيټ او ډير لوړ غږيدل دوينا خوند له منځه وړي، بلکې لوړ او ټیټ آواز په خپل ځای په کار دی.
۱۶_ په پردۍ لهجه او د پردۍ ژبې په لغاتو خبري مه کړئ.
۱۷_ په ټاکلې موضوع حاکميت تر لاسه کړئ او له موضوع څخه دباندې مه وځئ.
۱۸_ دوینا پر مهال په ځان باور پيدا کړئ، په لهجه، خبرو او حرکاتو کې بدلون مه راولئ.
۱۹_وينا بايد په ورین تندي او له مسکا څخه په ډکه څيره وشي.
۲۰_ داسې الفاظ مه راوړئ چې تاسې پرې خپله پوهه نه لرئ.
۲۱_ په کوم ځای کې چې کومو خلګو ته وینا کوئ، نو اړينه ده چې دهغه ځای او دهغه خلګو په اړه څه ناڅه معلومات ولرئ.
۲۲_تر وینا وړاندې د ټاکلي موضوع تمرین وکړئ او مهم ټکي له ځان سره وليکئ.
۲۳_ دموضوع لپاره ښه تیاری ونيسئ، ترڅو په وینا کې دخبرو له هيريدلو سره مخ نه شئ.
۲۴_ يوه موضوع باید ټول وخت په ياد ولرئ؛ تر څو په ناڅاپي توګه سټیج ته دبلنې پر مهال درسره مرسته وکړي.
۲۵_ که دوینا پرمهال تر فشار لاندې راغلاست؛ نو يوه خاطره، ادبي او طنزي جمله يا کیسه بيان کړئ؛ تر څو بیرته عادي حالت ته وګرځئ.
۲۶_ له اسرائيلي رواياتو، ضعيفه حديثونو او له داسې موضوعي او نقلي کیسو څخه ځان وژغورئ چې دخلګو له باوره لري وي.
۲۷_ دهر حديث، قول او کیسې مرجع او سرچينه بايد معلومه وي.
۲۸_ د عامو وګړو تر مخ باید داسې علمي الفاظ استعمال نه شي چې دوی يې په معنا نه پوهېږي.
۲۹_ وینا تر ټاکلي وخت مه اړوئ او د نورو وخت مراعات کړئ.
۳۰_ وینا سمدستي مه پرې کوئ، بلکې دخپلي وينا ټول نچوړ او خلاصه اوريدونکو ته وړاندې کړئ او بيا له هغه وروسته کينئ.
وآخر دعوانا ان الحمدلله رب العالمين.

لوی ټکي: اغیزمنهڅنګهوکړووینا
مخکینې مطلب

ورزش او سياست

بل مطلب

افغانستان ته د امریکا وروستی خبرداری او په اړه یې د افغان کارپوهانو ویشلي نظرونه

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سوډان؛ د الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com