یکشنبه, مارچ 26, 2023
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه لوبه

ورزش او سياست

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 26, 2023
کټګوریانې: لوبه, مقالې, مهم
0
8
ځلې شریک شوی
96
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه: محمد سليم سليمان

په دې وروستيو کې په افغانانو او افغاني رسنيو کې تر بل هر وخت دا خبره ډېره ګرمه ده او ډېره مطرح کېږي چې ايا رښتيا هم ورزش له سياست څخه بېل دی؟ ايا رښتيا هم سياست د ورزش، او ورزش له سياست څخه نه قرباني کېږي؟ او ايا رښتيا هم نړۍ د دواړو تر منځ په جلاوالي قايله ده اوکه نه؟

دا هم ولولئ

روژه د کامیابۍ او برکتونو میاشت ده!

د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي مقالې ته لنډه کتنه !

د افغانستان تر لومړۍ بریا وروسته نن بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کېږي

دا خبره وروسته له هغه ګرمه شوه چې د استراليا د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د پلان شويو لوبو د کولو څخه انکار وکړ. ددې پرېکړې په غبرګون کې بېلابېل عکس العملونه څرګند شول ، ځکه د استراليا د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان د اوسنی واکمن رژيم لخوا د ښځو د ابتدايي حقونو د نه ورکړې په غبرګون کې دا کار کړی وو او ويلي يې وو چې تر څو دا حقونه د افغانستان د اوسني واکمن رژيم لخوا د مېرمنو په برخه کې پلي نشي تر هغو به د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره دوه اړخيزه لوبې نه کوي او په مقابل کې یې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو راشد خان ، محمد نبي، نوين الحق او نورو… سخت غبرګون وښود او راشد خان په دې ټينګار وکړ چې سياست او ورزش دې له يو بل څخه لرې وساتل شي او استراليا دې (سياست او ورزش) له يو بل سره نه ګډوي.

خو ايا په ريښتوني مانا هم سياست له ورزش سره بېل او جلا دی او ايا رښتيا هم له ورزش څخه سياسي استفاده نه ده شوې؟

ددې په اړه د ورزش څخه د سياسي استفادې په تاريخ غږېږو، په لومړي ځل په نړيوال ورزش کې د نړۍ د مشهورو او تر ټولو جذابو لوبو (اولمپيک) لوبې چې د نړۍ تقريبا ټول هېوادونه یې ګډونوال دي او هر څلور کاله وروسته په ډېر شور او ځوږ تر سره کېږي تاريخ ته تم کېږو.
د اولمپيک په تاريخ کې په ۱۹۰۸ زېږديز کال کې د لندن اولمپيک لوبې لومړی ځل په سياسي مسايلو کې راونغښتل شوې چې د پيل په مراسمو کې بايد د هر هېواد لوبډلې په ميدان کې د سټېج له مخې تېرې شوې وای او د انګلستان پاچا اووم ايډوارډ ته یې د درناوي په خاطر د خپل هېواد بيرغ ښکته کړی وای خو چې وار د امريکايي ورزشي ډلې ورسېده د هغوی د ډلې بيرغچي د خپل هېواد بيرغ ښکته نه کړ او ويې ويل نه غواړي چې هيچاته د خپل هېواد بيرغ ښکته کړي. له همدې پېښې وروسته دادی ۱۱۵ کاله تېرېږي خوا لا هم خلک په دې فکر دی چې ايا ورزش له سياست څخه جلا دی ايا جلا بايد اوسي ايا د جلاوالي امکان یې شته او که نه؟

ځکه ځينې وخت هغه ورزشکاران چې د سياسي اهدافو لپاره یې ځانګړي کارونه کړي دي دومره محترم ګڼل شوي چې مجسمې یې جوړې شوې او ځينې وخت سياسې لېوالتيا په ورزش کې د ورزشي ارزښتونو پر ضد ګڼل شوې ده.

په همدې ۱۹۰۸ کال ايرلنډيان ددې په غبرګون کې چې د برتانيا لخوا مستعمره شوي وو او ازادي یې پر رسميت نه پېژندله او نه یې د ايرلنډيانو خپلواکي منله، ايرلېنډيانو داولمپيک لوبې تحريم کړې.

لومړی نړيوال جنګ د نړۍ مشهورې لوبې (اولمپيک لوبې) په بشپړ ډول تر اغېز لاندې راوستې وي او همدا غټ لامل و چې د ۱۹۱۶ اولمپيک لوبې ونشوې.

په ۱۹۲۰ کې د اولمپيک لوبې پيل شوې خو په جګړو کې بريالیو هېوادونو هغو هېوادونو ته چې په جګړو کې یې ماتې خوړلې وه په اولمپیک د ګډون اجازه ورنه کړه.

په ۱۹۳۶ کې (له دويم نړيوال جنګ) دری کاله مخکې په جرمني کې اولمپيک لوبې وشوې چې هېټلر پکې یوازې جرمني لوبغاړو ته چې لوبې يې ګټلې وي د بريا مبارکي ورکړه او نورو ته یې توجه قدرې هم ونه کړه چې بيا د اولمپيک کمېټې ترې وغوښتل چې یا ټولو برياليو لوبغاړو ته مبارکي ورکړه او يا هيچاته هم مبارکي مه ورکوه هغه دويم انتخاب وټاکه او هيچاته یې هم مبارکي ور نه کړه. او د مډالونو له وېشلو مخکې یې لوبغالی پرېښود ځکه نه یې غوښتل کوم غيرجرمني لوبغاړي ته دهغه د بريا مبارکي ورکړي.
د ۱۹۵۶ اولمپيک لوبې هم همداسې تر سياسي انډوخر لاندې وې ځکه په دې لوبو کې (تايوان) ته چې چينايانو خپل خاوره ګڼله ، په اولمپیک لوبو کې مستقل ګډون اجازه ورکړل شوې او چين له همدې امله دا لوبې تحریم کړې وې. مصر، عراق او لبنان هم ددې له امله چې اسرايلو ترې د سينه ټاپو نيولی وو په دې لوبو کې د اعتراض په ډول ګډون ونه کړ.

همداسې د مونيخ د ۱۹۷۲ کال لوبو کې د فلسطينانو لخوا اسرايلي ورزشکاران يرغمل شول او څو کسان پکې ووژل شول د سياسي کېدلو او خونړي کېدلو يو بله مهم پېښه شوه.

د ۱۹۸۰ زېږدي کال د ماسکو د اولمپيک لوبې چې د افغان شوروي د جګړې تر تاثير لاندې وې ، امريکا او غرب نه غوښتل چې د اولمپيک لوبې دې په ماسکو کې وشي ځکه چې شوروي په افغانستان کې نظامي حضور درلود ، او د امريکا په شمول ځينو هېوادونو دا لوبې تحريم کړې وې ، جالبه یې دا وه چې خپله د افغانستان داولمپيک د لوبو لوبغاړو په دې لوبو کې حضور درلود او تر پايه په دې لوبو کې پاتي وو.

نو د اولمپيک د تېر څه باندې سل کاله تاريخ ته په پام سره په هره دوره کې هڅه شوې ده چې له نړيوالو لوبو څخه هېوادونه دسياسي استفادې په توګه کار واخلي او په يو ډول یې تر خپل فشار او نړۍ ته د غږ رسولو يوه وسيله وګرځوي په دې وروستيو کې د۲۰۲۴ کال د اولمپيک لوبو لپاره تياری روان دی او تمه ده چې دا لوبې به د فرانسې په پاريس کې يو کال وروسته ترسره کېږي د روسي لوبغاړي پکې له ګډون څخه منع شوي دي او دوی نشي کولای په دې لوبو کې ګډون وکړي او په دې وروستيو کې اولمپيک پرېکړه وکړه چې د بوکس (د سوک وهنې) لوبې هم حذف کړي ځکه د اولمپيک لوبې د سترو زبرځواکونو (امريکا، اروپا،کاناډا او استراليا) تر سخت سياسي اغېزې لاندې دي او دوی ان د سوک وهنې برخه د ۲۰۲۴ کال له اولمپیک لوبو څخه لرې کړه ځکه د اولمپيک لوبې د سوک وهنې د نړيوال فېډرېشن لخوا د ګازپروم سره د سپانسر په توګه قرارداد وغځاوه او ګازپروم د امريکا او اروپا لخوا له تحريم شوی دی نو له همدې امله (ای او سي) يا د اولمپيک نړيوال سازمان د سوک وهنې برخه په ۲۰۲۴ کال د پاريس په لوبو کې حذف کړه او د ميليونونو هغه کسانو چې د سوک وهنې او نورو رزمي لوبو مينه وال وو په هيلو او خوشحاليو يې خاورې واړولې او يو ځل بيا لکه د تېر په څېر د ۲۰۲۴ کال د اولمپیک لوبې د نړيوالې سياسي برتري تر سيوري لاندې لا له وخت وړاندې راغلې او دا چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به نور څه ډول د سياسي کشمشکونو ښکار کېږي وروسته به معلومه شي.
سوک هونه له ۱۹۰۴ يا له هماغه پيل څخه د اولمپيک د لوبو برخه وه او د اولمپيک د لوبو څخه يوه مشهوره لوبه وه او فيلکس ساون( کيوبا) تيوفيلوسټيونسن (کيوبا) لاسازلو پاپ (هنګري) بوريس لاګوتين (روسيه) محمد علي کلي (امريکا) جورج فورمين (امريکا)، لينوکس ليوس (برتانيا) ، انتوني جوشوا (برتانيا) اسکر دي لا هويا (اسپانيا) او نور مشهور نړيوال سوک وهونکي له همدې اولمپيک لوبو څخه راټوکېدلي وو او نړۍ ته یې په خپل بېساري لوبو سره مشهور نوم او شاندار مثال پرېيښی دی.

داسې ښکاري چې کرار کرار د اولمپيک پر لوبو د سياست سيوري پراخېږي او دا لوبې چې هر څلور کاله وروسته په نړيواله کچه په خورا لېوالتيا او جذباتو ترسره کېږي په تدريج سره د سياست ښکار کېږي او هر هېواد او هر سياسي نړيوال ايتلاف چې زور او ځواک لري اولمپيک به تر خپل تاثير لاندې راوړي او د اولمپيک هغه نړيوال شهرت او محبوبيت چې د خلکو په منځ کې یې لري د کم رنګه کېدو پر خوا روان دی او هغه لېوالتيا چې خلکو به ورته شېبې شمېرلې او تياری به یې ورته نيوه په تدريج د زمان سره کمېږي او لکه د خلکو د ژوند هر اړخ چې د نړيوالو زبرځواکونو د کشمکشونو ميدان ګرځېدلي د اولمپیک لوبې یې هم تر خپل بدرنګ فشار لاندې راوستې دي او بيا به کرار کرار د دوو او څو هېوادونو خپلمنځي لوبې هم تر تاثير لاندې راوړي او هرڅه به د نړيوال سياسي سرطان تر سرطاني غدو لاندې راشي او د لوبو، ورزشو ، او د ژوند په هر اړخ کې سیاست او سياسي برتري ورو ورو داخلېږي او ورزش چې د سات تېرې، روغتيا، د ملتونو تر منځ د نږدېوالي او سکښت وسيله ده د نړيوال سياست تر ناولي سيوري لاندې راتلونکې دی.

لوی ټکي: سلیمسلیمانسیاستورزش
مخکینې مطلب

باربیري توافقنامه

بل مطلب

څنګه اغیزمنه وينا وکړو؟

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

روژه د کامیابۍ او برکتونو میاشت ده!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 26, 2023
مقالې

د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي مقالې ته لنډه کتنه !

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 26, 2023
خبرونه

د افغانستان تر لومړۍ بریا وروسته نن بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کېږي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 26, 2023
خبرونه

سوریه: د امریکایي ځواکونو پر اډې د ایران ډرون برید کې مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 24, 2023
خبرونه

د پاکستان دفاع وزیر: حکومت تحریک انصاف سره هراړخیزو خبرو اترو ته چمتو دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 24, 2023

وروستي

روژه د کامیابۍ او برکتونو میاشت ده!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 26, 2023
0

د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي مقالې ته لنډه کتنه !

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 26, 2023
0

د افغانستان تر لومړۍ بریا وروسته نن بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کېږي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 26, 2023
0

امريکا: په میسیسیپي ایالت کې شديد طوفان ۲۳ تنه مړه کړي او لسګونه ودانۍ یې نړولي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 26, 2023
0

سوریه: د امریکایي ځواکونو پر اډې د ایران ډرون برید کې مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 24, 2023
0

د پاکستان دفاع وزیر: حکومت تحریک انصاف سره هراړخیزو خبرو اترو ته چمتو دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 24, 2023
0

مجاهد: په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نلري

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 24, 2023
0

بلخ: په زارع ولسوالۍ کې سېلابونو ۳۰۰ کورونه ویجاړ کړي او لسګونه کسان لادرکه دي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 24, 2023
0

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د T20 کرکټ د دریو سیالیو لړۍ نن پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 24, 2023
0

شمالي کوریا د اېټمي حملې توان لرونکي نوي «آبدوز ډرون» بريالۍ ازموينه وکړه

نشرونکی: ح جلال
مارچ 24, 2023
0

ډیر کتل شوي

  • سوریه: د امریکایي ځواکونو پر اډې د ایران ډرون برید کې مرګ ژوبله اوښتې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • مجاهد: په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نلري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پاکستان دفاع وزیر: حکومت تحریک انصاف سره هراړخیزو خبرو اترو ته چمتو دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امريکا: په میسیسیپي ایالت کې شديد طوفان ۲۳ تنه مړه کړي او لسګونه ودانۍ یې نړولي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د افغانستان تر لومړۍ بریا وروسته نن بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

روژه د کامیابۍ او برکتونو میاشت ده!

د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي مقالې ته لنډه کتنه !

د افغانستان تر لومړۍ بریا وروسته نن بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کېږي

امريکا: په میسیسیپي ایالت کې شديد طوفان ۲۳ تنه مړه کړي او لسګونه ودانۍ یې نړولي

سوریه: د امریکایي ځواکونو پر اډې د ایران ډرون برید کې مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان دفاع وزیر: حکومت تحریک انصاف سره هراړخیزو خبرو اترو ته چمتو دی

مجاهد: په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نلري

بلخ: په زارع ولسوالۍ کې سېلابونو ۳۰۰ کورونه ویجاړ کړي او لسګونه کسان لادرکه دي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د T20 کرکټ د دریو سیالیو لړۍ نن پیلېږي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com