کابل ټکی کام (شنبه، ۸سلواغه، ۱۴۰۱ل)
هند پاکستان ته درې میاشتې وخت ورکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر د اختلافاتو د هواري لپاره خبرو ته تیار شي.
د هند یوې حکومتي سرچینې رسنيو ته ويلي، چې نوي ډیلي له اسلام اباده غوښتې دي څو د اوبو د شراکت پخوانی تړون بدل شي او په لانجو کې دې د درېیم ګړي مداخله هم نه وي او په نوي ورځو کې دې خبرو ته تيار شي.
د دواړو هېوادونو له لوري له کلونو راهیسې د انډوس سیند پر سر د برېښنایي بندونو د جوړېدو پر سر بحثونه روان دي، دا بحثونه د کشمیر پر سر د دواړو لوریو اختلافات زیات کړي دي.
د معلوماتو پر بنسټ، انډوس سیند د پاکستان د کرنې اتیا فیصده اوبه برابروي.
تر دې مخکې اسلام اباد په دې برخه کې د ستونزې د هواري لپاره د بې پرې متخصصانو او بې پرې محکمې د مداخلې غوښتنه کړې ده.
د انډوس د اوبو تړون په ۱۹۶۰ کال کې د نړیوال بانک په هڅونه هند او پاکستان لاسلیک کړی دی.