یکشنبه, مارچ 26, 2023
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

څنګه اغیزمنه وينا وکړو؟

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جنوري 28, 2023
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
7
ځلې شریک شوی
91
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حسان مجاهد

 څومره چې په نن زمانه کې دعوت مهم دی؛داشان وينا هم مهمه ده؛ ځکه دعوت تر ډيره حده دوینا په مټ کيږي او څومره چې وینا مهمه شوه ‌داشان په وينا کې اغيز هم مهم دی، کومه وینا چې له ځان سره اغېز لري؛ په مټ يې دډبرو په څېر سخت زړونه نرميږي ، خلګ د سالمي تربيې په لوري را کاږي، تش ذهنونه په معلوماتو پرمتن کيږي، له باطلو افکارو او نظرياتو څخه ډک ذهنونه دګمراهۍ له ویروسه صفا کيږي او په پاکو ذهنونو کې دحق د ملګرتيا او باطل په وړاندې دمبارزې روحیه پیاوړې کیږي.

نن ورځ تر ډيره دا ستونزه ليدل کيږي چې ځينې کسان ښه پوه لري خو په وينا کې دنه مهارت له امله نور وګړي نشي پوه کولای، که بیا پوه شي هم، خو وینا يې اغیز نه لري؛ په دې اساس موږ لازمه وبلله چې داغيزمنې وینا لپاره څو بنيادي اصول او مهم ټکي راړو چې په لاندې توګه دي:

۱_ تر وینا وړاندې نيت صفا کړئ، که تاسې په وینا کې غوره نيت او پوره اخلاص ولرئ؛ نو په داسې وينا کې په بیل کيف روحي خوند او اغيز پروت وي.

۲_ سټیج ته تر تللو وړاندې ویره مه احساسوئ او وینا ته په شوق سره ورځئ.

دا هم ولولئ

واکمنو ته

د افریقایي ماشوم نادره، رښتینې او مؤثره کیسه

ښځه؛ د ټولنې اساس، نه د ساتېري نانځکه!

۳_ دوینا پر مهال که تر فشار لاندې راځئ، نو دا فکر کوئ چې ماته زما په څېر انسانان ناست دي او زه ويناوال په علمي سويه تر دوئ لوړ يم.

۴_کوښښ وکړئ چې خطبه مو له ټاکلې موضوع سره په ورته الفاظو مشتمله وي.

۵_ تر (اما بعد) وروسته په اعوذ با الله، بسم الله او بیا په آيت پيل کوئ، تر اعوذ با الله او بسم الله وړاندې (قال الله تعالی)مه واياست.

۶_ تر وینا وړاندې د ټاکلي موضوع په اړه هر اړخيزه مطالعه وکړئ؛ تر څو وینا ښه په ډاډ او باور سره وکړئ.

۷_ دوينا پر مهال لاسونه په سینه مه ږدئ، بلکې دخولې له ښورولو سره لاسونه هم ښوروئ، په اثبات کې ښی لاس او په نفی کې چپ لاس ښوروئ!

۸_ په وینا کې د ناستو کسانو په سترګو کې خپلې سترګې خښې کړئ او کښته مه ګورئ.

۹_ په ويښتانو، ږیره او نورو اندامونو لاس مه وهئ.

۱۰_ په لاس کې قلم، ټليفون، تسپې وغیره مه نيسئ.

۱۱_ په ناستو کسانو کې خاص کسان دځان مخاطبین مه ګرځوئ، بلکې په ټولو کسانو کې سترګې غړوئ.

۱۲_ په بعضي جملو سره د اوريدونکو پام ځانته را اړوئ لکه: آيا داسې نه ده؟ دا څومره د افسوس خبره ده! تاسې څه فکر کوئ؟

۱۳_ موضوع باید په مختصرو خو له معنی په ډکو الفاظو باندې وي.

۱۴_ په غږ کې بدلون پيدا کړئ، تر پايه په يو غږ خبري کول د ناستو کسانو د ستړيا لامل ګرځي.

۱۵_ ډير ټيټ او ډير لوړ غږيدل دوينا خوند له منځه وړي، بلکې لوړ او ټیټ آواز په خپل ځای په کار دی.

۱۶_ په پردۍ لهجه او د پردۍ ژبې په لغاتو خبري مه کړئ.

۱۷_ په ټاکلې موضوع حاکميت تر لاسه کړئ او له موضوع څخه دباندې مه وځئ.

۱۸_ دوینا پر مهال په ځان باور پيدا کړئ، په لهجه، خبرو او حرکاتو کې بدلون مه راولئ.

۱۹_وينا بايد په ورین تندي او له مسکا څخه په ډکه څيره وشي.

۲۰_ داسې الفاظ مه راوړئ چې تاسې پرې خپله پوهه نه لرئ.

۲۱_ په کوم ځای کې چې کومو خلګو ته وینا کوئ، نو اړينه ده چې دهغه ځای او دهغه خلګو په اړه څه ناڅه معلومات ولرئ.

۲۲_تر وینا وړاندې د ټاکلي موضوع تمرین وکړئ او مهم ټکي له ځان سره وليکئ.

۲۳_ دموضوع لپاره ښه تیاری ونيسئ، ترڅو په وینا کې دخبرو له هيريدلو سره مخ نه شئ.

۲۴_ يوه موضوع باید ټول وخت په ياد ولرئ؛ تر څو په ناڅاپي توګه سټیج ته دبلنې پر مهال درسره مرسته وکړي.

۲۵_ که دوینا پرمهال تر فشار لاندې راغلاست؛ نو يوه خاطره، ادبي او طنزي جمله يا کیسه بيان کړئ؛ تر څو بیرته عادي حالت ته وګرځئ.

۲۶_ له اسرائيلي رواياتو، ضعيفه حديثونو او له داسې موضوعي او نقلي کیسو څخه ځان وژغورئ چې دخلګو له باوره لري وي.

۲۷_ دهر حديث، قول او کیسې مرجع او سرچينه بايد معلومه وي.

۲۸_ د عامو وګړو تر مخ باید داسې علمي الفاظ استعمال نه شي چې دوی يې په معنا نه پوهېږي.

۲۹_ وینا تر ټاکلي وخت مه اړوئ او د نورو وخت مراعات کړئ.

۳۰_ وینا سمدستي مه پرې کوئ، بلکې دخپلي وينا ټول نچوړ او خلاصه اوريدونکو ته وړاندې کړئ او بيا له هغه وروسته کينئ.

وآخر دعوانا ان الحمدلله رب العالمين.

مخکینې مطلب

عوامل ناکامی و فروپاشی نظام‌ها طی چهاردهه اخیر در افغانستان

بل مطلب

هند پاکستان ته: د اوبو شراکت پخوانی تړون بايد بدل شي، خبرو ته تيار شۍ

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

واکمنو ته

نشرونکی: ح جلال
مارچ 19, 2023
ټولنه او اجتماع

د افریقایي ماشوم نادره، رښتینې او مؤثره کیسه

نشرونکی: ح جلال
مارچ 13, 2023
ټولنه او اجتماع

ښځه؛ د ټولنې اساس، نه د ساتېري نانځکه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 12, 2023
ټولنه او اجتماع

د یوه افغان موچي کیسه

نشرونکی: ح جلال
مارچ 7, 2023
ټولنه او اجتماع

حرکت وکړئ!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 4, 2023

وروستي

روژه د کامیابۍ او برکتونو میاشت ده!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 26, 2023
0

د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي مقالې ته لنډه کتنه !

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 26, 2023
0

د افغانستان تر لومړۍ بریا وروسته نن بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کېږي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 26, 2023
0

امريکا: په میسیسیپي ایالت کې شديد طوفان ۲۳ تنه مړه کړي او لسګونه ودانۍ یې نړولي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 26, 2023
0

سوریه: د امریکایي ځواکونو پر اډې د ایران ډرون برید کې مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 24, 2023
0

د پاکستان دفاع وزیر: حکومت تحریک انصاف سره هراړخیزو خبرو اترو ته چمتو دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 24, 2023
0

مجاهد: په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نلري

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 24, 2023
0

بلخ: په زارع ولسوالۍ کې سېلابونو ۳۰۰ کورونه ویجاړ کړي او لسګونه کسان لادرکه دي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 24, 2023
0

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د T20 کرکټ د دریو سیالیو لړۍ نن پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 24, 2023
0

شمالي کوریا د اېټمي حملې توان لرونکي نوي «آبدوز ډرون» بريالۍ ازموينه وکړه

نشرونکی: ح جلال
مارچ 24, 2023
0

ډیر کتل شوي

  • سوریه: د امریکایي ځواکونو پر اډې د ایران ډرون برید کې مرګ ژوبله اوښتې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • مجاهد: په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نلري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امريکا: په میسیسیپي ایالت کې شديد طوفان ۲۳ تنه مړه کړي او لسګونه ودانۍ یې نړولي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د پاکستان دفاع وزیر: حکومت تحریک انصاف سره هراړخیزو خبرو اترو ته چمتو دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان تر لومړۍ بریا وروسته نن بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

روژه د کامیابۍ او برکتونو میاشت ده!

د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي مقالې ته لنډه کتنه !

د افغانستان تر لومړۍ بریا وروسته نن بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کېږي

امريکا: په میسیسیپي ایالت کې شديد طوفان ۲۳ تنه مړه کړي او لسګونه ودانۍ یې نړولي

سوریه: د امریکایي ځواکونو پر اډې د ایران ډرون برید کې مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان دفاع وزیر: حکومت تحریک انصاف سره هراړخیزو خبرو اترو ته چمتو دی

مجاهد: په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نلري

بلخ: په زارع ولسوالۍ کې سېلابونو ۳۰۰ کورونه ویجاړ کړي او لسګونه کسان لادرکه دي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د T20 کرکټ د دریو سیالیو لړۍ نن پیلېږي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com