برېښنايي پېژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او د اعتبار د ختمېدو نېټه زيات شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره ويلي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د لا باور په موخه د کارت پر مخ د ولسوالۍ نوم او اعتبار نېټه د ختمېدو نېټه زیات شول.

يادې ادرې ويلي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو پرمخ د ولسوالۍ نوم د شخص د ځانګړنو او کره ادرس موندلو په موخه او د اعتبار نېټه، چې لس کاله ټاکل شوې د شخص د ظاهري بڼې د بدلون او د بایومټریک معلوماتو د تازه کولو په موخه زیات شوي دي:«د پېژندپانې لرونکی باید هر لس کال وروسته خپل بایومټریک معلومات نوي کړي. او پخپله خوښه د کارت پر مخ انځور هم بدلولای شي.»

Related Articles

Back to top button