
امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د امريکا متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو یو جنرال ويلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې ممکن د چین او امريکا تر منځ جګړه وشي.
جنرال مایکل مینیهان د متحده ایالاتو په هوایي ځواک کې د ۵زره کسیزې قطعې مشر دی چې د لوژیستک په برخې کې کار کوي پخپل يادښت کې ياده پېشګويي کړې او د انټرنيټ له لارې خپره شوې ده.
دې امریکایي جنرال په خپل یاداښت کې لیکلي چې “هیله ده غلط اوسم خو زړه مې راته وایي چې مونږ به په ۲۰۲۵ کې جګړه وکړو”.
نوموړي جنرال بغير له شواهدو وړاندې کولو ویلي، چې په امريکا کې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات او تایوان ښایي دا فرصت برابر کړي چې بیجنګ د خپلې خاورې سره د دې ټاپو د یو ځای کولو کوښښ وکړي.
تایوان چې خپلواکه ټاپو دی چین یې له پخوا راهیسې د ملکیت دعوه لري او دا یې هم ویلي که اړتیا یې شي په زور به یې د چين تر حاکميت لاندې راولي.
همدارنګه جنرال مایکل مینیهان د خپلې قوماندې لاندې ځواکونو ته امر کړی چې چین ته د “ماتې ورکولو لپاره” د چمتووالي کمپونه برابر کړي.



