افغان حکومت: چمتو یو چې له امریکا سره پر ټولو د اختلاف وړ مسایلو بحث وکړو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه چې پکې ویل شوي، د اسلامي امارت په ځینو نورو مشرانو د ویزو محدودیتونه لګوي، د دواړو لورو تر منځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندي خنډ دی.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې ( اسلامي امارت د یوه مسؤل حکومت په توګه د خپلو خلکو ټولو هغو حقونو ته ژمن دی چې د اسلام مبارک دین، افغان منل شویو دودونو او د وخت اړتیاوي یې ایجابوي.)
غبرګون زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت غواړي متحده ایالتونو ته وریاده کړي چې د افغانستان حکومت د ټولو مالي او بانکي بندیزونو سره سره هڅه کوي چې خپلو خلکو ته د مرفه ژوند شرائط برابر کړي.
همداراز غبرګون کې راغلي چې د افغانستان پر مالي او بانکي نظام د نامشروع بندیزونو ادامه د افغان ولس د بشري حقونو صریح نقص دی او د زده کړو او روغتیا په ګډون د مرفه ژوند ګڼو برخو ته د افغان ولس لاسرسی محدودوي.
د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې چې متحده ایالتونه باید د دوحې هوکړي ته ژمن پاتي شي او عملي کولو سره یې ښکاره کړي چې د امریکا حکومت سره شوي حقوقي اسناد او ژمني د اعتبار وړ دي. د افغانستان حکومت چمتو دی چې له متحده ایالتونو سره پر ټولو د اختلاف وړ مسایلو بحث وکړي.
غبرګون کې دغه راز ویل شوي چې د افغانستان حکومت د امریکا وروستۍ پرېکړه غندي او یو وار بیا ټینګار کوي چې د اختلاف وړ ټکي باید د ديپلوماتیکو چاینلونو او مثبتو ګامونو له لاري حل شي. زموږ دوو اړخیزو اړیکو ښودلې چې فشارونه د مسايلو په اواري کې مرسته نه شي کولای.
د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه، چې په کې ویل شوي د اسلامي امارت په ځینو نورو مشرانو د ویزو محدوديتونه لګوي، د دواړو لوریو ترمنځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ بولي. pic.twitter.com/nsqwEhxv0Z
— Ministry of Foreign Affairs – Afghanistan (@MoFA_Afg) February 2, 2023



