اوکراین: روسیه یې پر هېواد یو بل ستر برید ته پر چمتوالي بوخته ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د اوکراین دفاع وزیر “اولېکسي رېزنیکوف” وايي روسیه په اوکرایین کې یوه بل ستر برید ته پر چمتووالي بوخته ده‌.

هغه خبرداری ورکړی چې دا برید به خورا خطرناک وي او ښايي پر اوکرایین د روسیې یرغل د یوه کال د پوره کېدو پر ورځ (د فبرورۍ پر ۲۴مه) پیل شي.

په ورته مهال ‏د اوکراین پوځ وایي، روسیې د اوکراین ختیځو سنګرونو ته نوي ځواکونه استولي خو د پام وړ پرمختګ یې نه‌دی کړی.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز وایي، چې روسیې په لیمان او باخموت سیمو کې خپل یرغلیز بریدونه نه‌دي درولي او په پرلپسې ډول نظامي او ملکي ځایونه په نښه کوي.

که څه هم روسیې پر اوکراین د نوي برید د پیل په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي؛ خو وړاندې تر دې ولسمشر پوتین ورته اشاره کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې نوی برید به یې د کېیف دفاعي ځواک له منځه یوسي.

مربوطه مطالب

Back to top button