افغان ولس د پیښور په چاودنه غمجن دی او پاکستاني ولس سره خواخوږي څرګندوي

م. احمد الهام
د تیرې جنورۍ میاشتې په ۳۰ مه نېټه د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې د پولیسو د مرکز یا “پولیس لاین” په جومات کې په داسې مهال ترهرګریز برید ترسره شو چې ګڼ کسان د الله تعالی عبادت ته راټول شوي وو چې په پایله کې یې ۱۱۰ کسان شهیدان او سلګونه نور ټپیان شول.
چاودنه چې خورا بوږنونکی وه له امله یې افغان- او پاکستاني مسلمان ولسونه دواړه یې وځورول ځکه دواړه ولسونه د نوک او وورۍ په څېر دي او هیڅکله به جدا نه شي.

اسلام آباد کې افغان سفارت او کابل کې د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دوه رسمي اعلامیو په خپرولو سره یاده بوږونکی چاودنه وغندله له پاکستاني ولس او حکومت سره یې خپله ژوره خواخوږي څرګندنه کړه.

زه لیکوال شخصا یادې چاودنې او جنایت ډېر وځورولم لومړی له خپله اړخه او دویم د افغانستان د مسلمان او مجاهد ولس له طرفه د پاکستان مسلمان ولس سره خپله خواخوږي څرګندوم او په پېښه کې شهیدانو ته د جنتونو، ټپیانو ته د عاجلې او کاملې روغتیا او کورنیو ته یې د صبر جمیل او اجر عظیم غوښتونکی یم.

پاک_افغان مسلمان ملتونه لکه تل چې د یو او بل په خوشالیو خوشاله او په غمونو غمجن شوي دي د بیا لپاره به هم ان شاءالله همداسې کوي، متحد به پاتې کېږي او د اسلام دوښمنانو ته به اجازه نه ورکوي چې د دواړو مسلمانو ملتونو ترمنځ اړېکې خرابې اوبه خړې او ماهیان پکې ونیسي.
تل دی وي پاک_افغان دوستي
په درنښت

یادونه: کابل ټکی کام کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال د شخصي نظر څرګندونه کوي او د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

مربوطه مطالب

Back to top button