پېښور: کوهاټ کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۸ تنه مړه شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې ، د خېبر پښتونخوا په کوهاټ سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۸ تنه مړه شوي دي.
پوليس وايي، پېښه د مسافر وړونکي کوچ موټر او ټرالۍ د ټکر له امله د کوهاټ تونل ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه چې د ټرالۍ بريکونو کار پرېښود.
پوليس وايي، ياد مسافر وړونکی کوچ موټر له لکي مروت څخه پېښور ته روان و.
د پوليسو په وینا په مړو او ټپيانو کې ۲ ښځې او ۲ ماشومان هم شامل دي.

مربوطه مطالب

Back to top button