د ا.ا زعیم د نظامي لیکو د بشپړې تصفيې امر کړی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د ا.ا مشر د يو شمېر قول اردو ګانو له قومندانانو سره په لیدنه کې دوی ته د نظامي لیکو د بشپړې تصفيې امر کړی.

د ا.ا ویاند د ملا هبة الله د څرګندونو په اړه ليکلي چې نوموړي مسوولینو ته د صف د بشپړې تصفیې، د سرحداتو د کلکې ساتنې، د ا.ا د ځواکونو د اخلاقي او نظامي روزني او د دوی د ستونزو د حل کولو، د نظام د استحکام او د شرعي احکامو د عملي کولو اړوند لازمې لارښوونې کړې دي.

د ا.ا چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې د لیکو د تصفیې لړۍ به تر هغو روانه وي چې مفسد او ناکاره کسان لېرې کړای شوي نه وي.

ا.ا د خپلو لیکو د تصفیې کمېسیون تېر کال په تلې میاشت کې جوړ کړ چې په مرسته یې له خپلو لیکو د دوی په وینا، نامطلوب کسان وباسي.

مربوطه مطالب

Back to top button