کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه، سبا د یکشنبې په ورځ د روان کال د دلوې په ۱۵مه، (۱۶) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.
ياد بانک د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده، چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.


















