کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
ټاکل شوې، چې اسلام آباد د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ملا هیبت الله اخندزاده ته د خبرو لپاره افغانستان ته يو پلاوی ولېږي.
د فرانس پریس خبري اژانس د خبر له مخې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف ځانګړي مرستیال فیصل کریم کونډي ویلي، دوه پلاوي به کابل او تهران ته ولېږل شي:
“له دوی به د دې خبرې د ډاډ تر لاسه کولو لپاره وغواړي چې خاوره یې د ترهګرو له خوا د پاکستان خلاف ونه کارول شي.”
تر اوسه د افغانستان اسلامي امارت او ايراني حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
څو ورځې مخکې د پېښور په پوليس لاين کې د چاودنې له امله تر سلو زيات کسان ووژل شول او تر دوه سوه زیات ټپيان شول، چې ځينو پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې د يادې چاودنې ترسره کوونکي کس د افغانستان په داخل کې له پاکستاني طالبانو سره ټيليفوني اړيکې لرلې.
خو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دا تورونه رد کړي او ویلي دي چې پاکستان باید “ملامتیا پر بل چا نه واچوي.”
ښاغلي متقي په کابل کې یوې غونډې ته ویلي وو:«د پاکستان له محترمو وزیرانو صاحبانو هیله کوو چې د خپل بام واورې دې د بل چا په بام نه ور اچوي، خپل مشکلات دې پخپل کور کې وګوري، موږ دا مشوره ورکوو چې د پېښور د چاودنې دقیقه پلټنه وکړي.»


















