د لوړو زده کړو معین: ژر به د نجونو پرمخ د پوهنتونونو تړلې دروازې پرانیستل شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د لوړو زده کړو معین ښاغلی لطف اللّٰه «خيرخواه» وايي، چې ډیر ژر به د یوې طرحې له مخې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

ښاغلي خيرخواه ويلي، چې په یوې ځانګړې طرحې کار روان دی چې ډیر ژر به نهایي او د نجونو پرمخ به د پوهنتونونو تړلې دروازې پرانیستل شي په خبره يې:«حکومت په یوې جامع طرحه کار کوي او په دې طرحه ډیر کار شوی چې له مخې به یې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي او په دې طرحې سره به بیا په تحصیلي برخه کې ستونزه نه پیدا کیږي.»

ښاغلي خیرخوا دا څرګندونې په ننګرهار کې یوې د ورزشي اوونۍ غونډې د پيل په مراسمو کې د خپلې وینا پرمهال کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button