کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
په ترکیې او سوریه کې چارواکي وايي، په دواړو هېوادونو کې زورورې زلزلې څه باندې ۶۰۰ کسان وژلي او زرګونه نور ټپیان دي. زلزله د ترکیې سوېل ختیځ غازي عنتاب کې د سوریې پولې ته نږدې شوې چې د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې له مخې د زلزلې کچه ۷٫۸ ښودل شوی دی.
زلزله پر ځايي وخت څلور بجې او ۱۷ دقیقې شوې ده. د زلزلې ژوروالی ۱۷٫۹ کیلومتره ژور غازي عنتاب ښار ته څېرمه ښودل شوی دی.
د ترکیې مرستیال ولسمشر فیوټ اوکټای وايي، تر اوسه د وژل شویو شمېر ۲۸۴ ته رسېدلی دی او څه باندې ۲۳۰۰ کسان ټپیان دي.
د سوریې روغتیا وزارت بیا وايي، په دغه هېواد کې د وژل شویو ۳۳۷ تنو ته رسېدلی او له ۶۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
چارواکي وايي، وېره دا ده چې ښايي دا شمېر به نور هم لوړ شي ځکه په ګڼو وېجاړو شویو ودانیو کې لا هم خلک ایسار دي.
د ترکیې د بیړنیو پېښو اداره وايي، د زلزلې څه باندې ۴۰ ټکانونه حس شوي دي.
















