لیکوال: نجیب اللّٰه عادل
2005 میلادي کال د جنوري میاشتې په اتلسمه نیټه عراقۍ ماشومه (سمر حسان) او کوچنی ورور یې (رکان مصدوم) د خپل پلار او مور سره په شخصي موټر کې روان ول، د موصل ښار په (تل عفار) ولسوالۍ کې تېرېدل چې امریکایې ځواکونو یې په موټر باندي د (فدایې موټر) ګومان وکاوه، او په موټر یې متواتره ډزې پیل کړي، په دغه بې رحمه ډزو کې د (سمر) پلار او مور د دوﺉ په مخکې شهیدان شول، ماشومه سمر او کوچنی ورور (رکان مصدوم) بچ شول، لاکن د سمر حسان مشره خور کامیلا چې له دوی سره وه هغه په ملا کې په مرمۍ ولګېده او د همیش لپاره شله شوه.
تش په نامه عدالتې محاکمه کې تمام اشغالګر د ثبوتونو سربیره له سزا څخه آزاد او بیرته په دندو وګمارل شول، امریکایې عدالت لخوا د ماشومې (سمر حسان) کورنۍ ته د مور او پلار د شهادت په بدیل کې فقط 7500 ډالره جرمانه ورکړل شوه.
په انځور کې د پیشې په مهال پینځه کلنه عراقۍ ماشومه سمر حسان د ژړا په حال کې، ورسره کشر ورور رکان مصدوم.