کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې د ترکیې او سوریې په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات دوام لري د دواړو هیوادونو چارواکو تر اوسه د ۶۰۰۰ کسانو مړينه تایید کړې او په خبره یې ښایي د مړو شمېره لس زرو ته ورسیږي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې خبرداری ورکړی، چې د باران او سړې هوا له امله د ژغورنې عملیات له خنډ او ځنډ سره مخ شوي چې په پایله کې به یې ښایي د مرګ – ژوبلې په کچه کې زیاتوالی راشي.
په ورته مهال د اسلامي امارت په رهبرۍ افغان سرپرست حکومت د ترکیې زلزله ځپلو سره د لس میلیونه او د سوریې له زلزله ځپلو سره بیا د پنځه میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړې ده، د پاکستاني پوځ د ژغورنې د ټیمونو په ګډون د ګڼو هیوادونو مرستندویه ډلې ترکیې او سوریې ته رسیدلې دي.
















