کابل ټکی کام ۲۲وږی۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې تېره ورځ د مېش د سیمې اوسېدونکي ۹ تنه اربکیان له طالب وسله والو سره یو ځای شول،
د یوې ځایي راډیو په حواله چې د پولیسو او اربکیانو تسلیمېدل، او ورځ په ورځ د دوی پوستې د طالب وسله والو لاسته لوېدل، حکومت سخت ورخطا کړی دی.
شنوکي وایي، که چیرې دولت له دوی سره د جګړې پر مهال مرسته ونکړي نو لرې نه ده چې ډېری سیمې د طالب وسله والو لاسته ورشي،
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې په روزګان کې هم ۴۵ اربکیان او پولیس له طالب وسله والو سره یوځای شول.


















