حنا رباني: منځنۍ اسیا سره د نښلولو لپاره افغانستان کې ثبات اړین دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان په بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې حنا رباني کهر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پاکستان په نښلولو کې مهم دی.
نوموړې چې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل، د افغانستان اوسني وضعیت او د ترهګرۍ په ګډون نورو مسایلو له دغه هېواد سره د پاکستان سوداګریزې اړیکې له ستونزو سره مخ کړي.
آغلې کر د پاکستان د ستراتیژيکو پولو تر سرلیک لاندې په یوې نړۍوالې غونډه کې ویلي، په افغانستان کې اوسني وضعیت له منځنۍ اسیا سره د اسلاماباد سوداګریز بهیر ټکنی کړی دی.
له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، افغانستان له منځنۍ اسیا سره د سویلي اسیا د نښلېدو په برخه کې مهم رول لري او په وینا یې اسلامي امارت هڅه کوي چې، یو سیمه ییز اقتصادي دهلیز رامنځته کړي.
د ویلو ده چې په روان هجري-لمریز کال کې افغانستان د څه باندې ۱ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل او له دې منځه د نږدې ۷۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات یوازې پاکستان ته شوي دي.



