د م.م. ادعا؛ افغانستان د زده کړو بحران سره د مخ هېوادونو نوملړ کې شامل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

ملګري ملتونه وایي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې شامل شوی چې د زده‌کړو په برخه کې په بحراني وضعیت کې دي.
د ملګروملتونو عمومي منشي زیاتوي، دمګړۍ په نړۍ کې د جګړو له امله ۲۲۲ مېلیونه نجونې بې‌ځایه شوي چې له دې ډلې له ۷۸ مېلیونه زیاتې یې ماشومانې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په یوه ټویټ کې ویلي، درېیمه برخه هغه کسان چې، د روزنې په بحران کې دي، په کانګو، اېتوپیا، مالي، نایجریا، پاکستان، سوډان، سومالیا، سویلي سوډان، یمن او افغانستان کې دي.
له دې سره سم، په هېواد کې یو شمېر زده‌کړیالانې هم له سرپرست حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانېستنې په تړاو خپله پرېکړه وروستۍ کړي.
بل لور ته د اسلامي امارت په رهبرۍ افغان حکومت وایي چې د زده کړو مخالف نه‌دی بلکې غواړي چې ټول مسایل د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې تر سره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button