د ایټالیا په جنوبي ساحل کې د کښتۍ ډوبېدو له امله د افغانانو په ګډون ۳۳ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۷ کب ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، د ایټالیا په جنوبي ساحل کې د کښتۍ ډوبېدو له امله د افغانانو په ګډون ۳۳ کسان وژل شوي دي.
د ايټاليا رسنۍ وايي، چې په ډوبه شوې کښتۍ کې وژل شوي مسافر د ايران، افغانستان او پاکستان اتباع دي.
ځايي سرچينې وايي، په کښتۍ کې ۱۰۰ تنه سپاره و چې په لومړنيو راپورونو کې د ۳۳ تنو د وژل کېدو، ۵۰ تنو د ژغورل کېدو او پاتې نورو په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوي .
ډېری جسدونه د ايټاليا په سوېل کې د کلابريا بندري ښار کروټون ته څېرمه د يوه ساحلي استوګنځي په څنډو کې موندل شوي دي.
د ساحل ساتونکي، پولیس او د اور وژنې ډلې په ځمکه او سمندر کې د لټون او ژغورنې عملیاتو ته دوام ورکوي.
تر اوسه معلومه نه ده چې ياده کښتۍ له کوم ځایه روانه شوې وه.
د کښتۍ د ډوبیدو لامل په سمندر کې د يوې لويې ډبرې سره لګېدل بلل شوي چې له امله يې ټوټه ټوټه شوې ده.



