پاکستان بلوچستان کې د چاودنې له امله د پوليسو په ګډون ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۷ کب ، ۱۴۰۱ل)

راپورونه وايي، د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د یوې چاودنی له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چاودنه نن سهار د بلوچستان د بارکهان سیمې په یوه مارکېټ کې رامنځته شوې، چې د ځايي چارواکو په وينا چاودېدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ځای په ځای شوي وو.

ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې په دغه چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

سيمه ايزې رسنۍ وايي، په وژل شويو کې دوه پوليس هم شامل دي.

د پولیسو مشر عبدالله خوسو ویلي، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي.

د برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

پرون شنبه هم په بلوچستان کې د خضدار په سیمه کې چاودنې دوه تنه پولیس وژلي او درې نور ټپيان کړي و.

مربوطه مطالب

Back to top button