کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۱ل)
د ترکیې پولیس وايي، چې د ماشومانو په ګډون يې ۶۰ تنه په سمندر کې بند پاتې افغان کډوال ژغورلي دي.
دا لسګونه افغان کډوال د ترکيې او يونان ترمنځ د مدیترانې په اوبو کې بند پاتې او لاره يې ورکه کړې وه.
يوه ويډيو چې رسنيو کې خپره شوې پکې په سمندر کې بند پاتې افغان کډوال ښکاري او د مرستې لپاره چیغې وهي چې وايي د ترکیې او یونان ترمنځ بند پاتې دي.
هغه کس چې دا ویډیوګانې یې رسنيو ته استولي ویلي: شاوخوا ۶۰ تنه کډوال چې ۲۰ یې ماشومان دي، له ساعتونو راهیسې په سمندر کې بند پاتې دي. ترکیه او یونان له دوی سره مرسته نه کوي او اجازه نه ورکوي چې خپلې خاورې ته ننوځي، په تیاره کې د خلکو غږونه هم اوریدل کېږي چې ویل یې: دوی له 8-9 ساعتونو راهیسې په سمندر کې دي او کښتۍ د ډوبیدو له خطر سره مخ ده، ماشومان لامده دي او ښځې ژاړي د دغه کس په وینا ترکیه وايي غواړي یونان ته ورشي، یونان یې نه مني او ترکیه ورته د ستنېدو اجازه نه ورکوي.
د يادونې ده چې څو ورځې مخکې هم په ياد سمندرګي کې يوه کښتۍ ډوبه شوه چې يواځې تر اتيا زيات افغانانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په ياده کښتۍ کې د پاکستان ، ايران او افغانستان کډوالو سفر کاوه چې شمېر يې نږدې دوه سوه تنه و.


















