کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي اعلان ويلي، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د هېڅ وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي.
توماس نیکولسن خبریالانو ته په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې افغانستان له کلونو راهسې تاوتریخوالی تجربه کړی او اوس د دغه تاوتریخوالي د ختمولو ښه فرصت دی .
نیکولسن ویلي ، چې ټولو افغانانو ته باید دا موقع ورکړل شي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره خپل غږ پورته کړي.
په افغانستان کې د داعش په اړه د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، ویلي چې دغه ترهګره ډله د افغانستان او سیمې لپاره خطرناکه ده.
نوموړي کابل ته د خپل سفر په اړه وويل: په دې غونډو کې مو خپل بحثونه د بشري حقونو په اړه او تر ټولو د ښځو او نجونو پر حقونو، چې هغوى ته د زده کړې حق، د کار حق او په ټولنيزو چارو کې د ونډې ورکولو په اړه خبرې وکړې.
له بلې خوا د افغانستان د اوسني حکومت د ویاند مرستیال ویلي، هڅه کوو ټول مسایل د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ تنظیم کړو.
“بلال کریمي” زیاته کړه چې دا د افغانانو د اکثریت غوښتنه ده، نو بهرنۍ ډلې باید په دې اړه اندېښنه ونه کړي.


















