کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د مخکني حکومت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنيف اتمر ويلي، له طالبانو او اوسني افغان حکومت پرضد جګړه بې پایلې او ناسمه بللې او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره یې له کابل سره د خبرو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر پخواني وزير “حنیف اتمر” په برلین کې د جرمني د کلتوري ډیپلوماسۍ په انستیتوت کې د وینا پر مهال ويلي چې د یوه ټول شموله حکومت د رامنځته کولو لپاره باید د طالبانو له حکومت سره سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅې وشي ويې ویل: «تر ډېره حده د طالبانو پر وړاندې د جګړې او زور کارولو له لارې د هغوی ماتولو نظر غلط دی. ځکه چې په وينا يې موږ دا کار په تیرو دوو لسیزو کې تجربه کړ او هغه نتیجه یې ترلاسه نه کړه چې موږ غوښتله.
هغه دغه راز د دوحې د موافقې په اجرا او د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې د بن د دوهمې غونډې په ترسره کولو او د طالبانو او ټولو سیاسی جریانونو په شتون باندې ټینګار وکړ.
د اتمر په وینا د دوحې تړون د طالبانو او نورو افغان سیاسي ډلو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره لازم قانوني چوکاټ برابر کړی دی.


















