کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۱ل)
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د بهرنیو چارو اوسنی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د قطر لومړی وزیر ټاکلی دی.
تر دې وړاندې شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز آل ثاني له ٢٠٢٠ کال راهیسې د قطر هېواد د لومړي وزیر په توګه دنده اجراء کوله.
قطر یو له هغو هېوادونو دی چې له کلونو راهیسې د اسلامي امارت له مسرانو سره نږدې اړیکې لري.اسلامي امارت کلونه کیږي چې قطر کې سیاسي دفتر لري او ځینې مشران یې تر دې وروستیو په قطر کې وو.
خو سره له دې هم د قطر په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی. وړمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي وو چې د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرایط پوره دي.
د ویلو ده چې د قطر د لومړي وزیر په توګه د شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په ټاکل کېدو سره ښایي د قطر او اسلامي امارت تر منځ اړیکې لا پیاوړې شي خو د چارو د شنونکو په وینا، قطر له امریکا سره نیږدې اړیکې لري او د امریکا په دستور او مشوره په سیمه کې خپل سیاستونه پلي کوي. په ورته مهال ګڼ شمېر امریکایي سرتېري هم قطر کې مېشت دي او پوځي اډې لري


















