جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

په شعبان کې دعبادت فايدې

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مارچ 7, 2023
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
25
ځلې شریک شوی
309
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په شعبان کې دعبادت فايدې

حسان مجاهد

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

رسول اللهﷺ به يوازې په شعبان مياشت کې ډيري نفلي روژې نيولې، په دې اړه يوه ورځ اسامه بن زید(رض)ترې وپوښتل او رسول اللهﷺ ورته وفرمايل « د رجب او رمضان ترمنځ دغه(شعبان) هغه مياشت ده چې مسلمانان پکې ډیر غافله وي، په دې میاشت کې الله تعالی ته دانسانانو عملونه پورته کيږي؛ ځکه نو زه خوښوم چې زما عمل الله تعالی ته په داسې حال کې ورسېږي چې زه روژه دار يم [سنن نسائي]
رسول اللهﷺ په شعبان کې د زياتو روژو نيولو دوه لاملونه بيان کړو: لومړی دا چې الله تعالی ته د بندګانو کلني اعمال په دې مياشت کې رسېږي او دوهم داچې په دې مياشت کې مسلمانان غافله وي. غفلت دا و چې تر شعبان مخکې د رجب مياشت هم له غورو مياشتو څخه وه، چې قتال (جنګ) په کې حرام و او تر شعبان وروسته رمضان هم غوره مياشت ده؛ ځکه نو مسلمانان په شعبان کې له عبادت څخه غافله و.
ابن رجب حنبلي (رح) او ابن جوزي (رح) د غفلت پر مهال دعبادت يوشمېر فايدې بيان کړې دي:
۱_له ريا څخه دعمل پاکي
دغفلت پرمهال عبادت په پټه توګه ادا کيږي او له ريا(ځان ښودنې) څخه ښه پاک وي او اسلافو به ډير کوشش ددې کاوه چې په عبادت يې خلګ نه شي خبر. ځيني داسي سلف تېر شوي دي چې څلويښت کاله به يې له خلګو پټه روژه وه، سهار له کوره د وتلو پر مهال به يې له ځان سره دوې پتيري/روغانۍ واخيستې او دکورنۍ غړو به دا خيال شو چې روژه یې نشته، کله چې به بازار ته ورسېد؛ هلته به يې پتيرې خيرات کړې او د بازاري خلګو به دا خيال شو چې کور يې ډوډۍ خوړلې ده او روژه يې نشته. دوی به داسې څه کول چې په مټ يې خپله روژه له خلګو پټه وساتي، ابن مسعود رض به ویل کله چې په تاسو کې د چا روژه وي؛ نو هغه دي سهار تېل وکاروي. قتاده به ویل: د روژه دار لپاره مناسبه ده چې د تېلو په استعمال سره دروژې سپيره والی له ځانه ايسته کړي او خلګ ور پوه نه شي.

۲_ په نفس سختي
دغفلت پرمهال عبادت په نفس ډير دروند وي؛ ځکه کله چې يو انسان نور انسانان په يو عبادت وويني نو هغه عبادت ورته ګران نه وي لکه د ورځې لمونځونه او درمضان روژې چې ټول خلګ يې ترسره کوي، اما په انسان هغه عبادت چې نور عام انسانان یې نه کوي لکه دشپې لمونځ او د شعبان روژې؛ دا په نفس دروند تماميږي او بهتره عبادت هغه ده چې په نفس دروند وي.
۳_ له الهي عذابه نجات
کله چې عام خلګ په ګناه او غفلت کې اخته وي او یو څوک بيا يوازې عبادت کوي(لکه دشپې مهال لمونځ يا د شعبان روژې) نو الله تعالی دده په برکت سره له ټولو عامو خلګو څخه بلاوې او عذابونه پورته کوي، نو ده ګواکې ټول انسانان له الهي عذابه وژغورل.[لطائف المعارف صـ191- 193]
۴_ په عبادت باندې حرص
دغفلت وخت په عبادت راګيرول بهتره عمل ده او په دې وخت کې عبادت کول؛ له عبادت سره دسړي پر ډير حرص دلالت کوي؛ ځکه په دې وخت کې نور انسانان په شهواتو او عاداتو اخته وي همدا وجه ده چې دماښام او ماخستن لمونځ په جماعت سره ادا کول او دشپې لمونځ کول بهتره عمل ده ځکه په دې وخت کې نور خلګ غافله وي.[التبصرة جـ2صـ50]

سلمه بن کهيل (رح) او حبيب بن ابی ثابت (رح)به د شعبان په را رسېدو سره ويل: دا د تلاوت کونکو مياشت ده.
عمرو بن قیس ملائي(رح) به د شعبان په رارسېدو سره خپل دوکان وتړل او ځان به يې دقرآن کریم تلاوت ته فارغ کړل[لطائف المعارف صـ196]
نو ټولو مسلمانانو ته په کار ده چې د شعبان په مياشت کې نفلي روژو، لمونځونو، صدقو او تلاوتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ تر څو دغه دغفلت مياشت په عبادت کې تیره کړي او راتلونکي مياشت (رمضان) کې عبادت ته يې ځانونه چمتو کړي.

مخکینې مطلب

شمالي کوریا: د امريکا او جنوبي کوريا پر ضد "چټک او قاطع" عمل کولو ته چمتو يو

بل مطلب

شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د قطر لومړی وزیر ټاکل شوی

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com