کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ایران حکومت ۱۸۹ نور افغان بندیان خوشي کړي او د افغانستان په پوله کې یې افغان حکومتي چارواکو ته سپارلي دي.
د تېرې دوشنبې، د مارچ ۱۵مه اعلان وشو چې د ایران له زندانونو ۲۶۸ افغان بندیان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو او همکارۍ د ژورولو او پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام بللی دی.
د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل لیکلي، چې د دغو بندیانو خوشي کول او سپارل د ایراني چارواکو او طالبانو ترمنځ د خبرو او هوکړې په پایله کې شوي زياتوي:«دغه توافق څو ورځي وړاندي د لوی څارنوال په مشري د بهرنیو چارو او محابسو عمومي ریاست د استازو په ګډون ایران ته د تللي لوړرتبه هیئت سره په تهران کې ترسره شو».
د محبوسینو د سپارلو په مراسمو کې په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د زندانونو عمومي ریاست کارکونکو، په هرات کې د بهرنیو چارو ریس مولوي شیر احمد عمار او نورو حکومتي مسئولینو ګډون کړی و.
دغه راز په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې د مارچ ۷ مه، په اسلام آباد کې د ا.ا.ا سفارت او په کراچۍ کې د افغان جنرل قونسلګرۍ په هڅو ۷۴ تنه افغان بندیان د سند ایالت له زندانونو آزاد او هېواد ته منتقل شول.
ياد سفارت ليکلي، چې تر دې دمه ۱۵۳۷ تنه افغان بندیان د پاکستان له زندانونو آزاد او د سفارت او قونسلګرۍ په مصارفو هېواد ته لیږدول شوي دي.


















