کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت د سعودي عربستان او د ايران د اسلامي جمهوريت ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د بيا پيل هرکلی کړی او دا مثبت اقدام یې په سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت پر لور مهم ګام ګڼلی دی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د خپل متوازن بهرني سياست په پام کې نيولو سره د سعودي او ايران ترمنځ ديپلوماتيک پرمختګ په سيمه کې د څو اړخيزو اړيکو او همکاريو غوړېدو سره مرستندوی ګڼي.
خبر پاڼه کې د چين د ولسي جمهوريت له هڅو هم مننه شوې ده، چې د سيمې د ثبات لپاره يې د سعودي او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی دی.














