د کانونو او پټرولیم وزارت او د يوه خصوصي شرکت ترمنځ د کندهار ولایت د شور اندام سیمنټو پروژې تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۱ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست شيخ شهاب الدين دلاور نن له خصوصي شرکت سره د کندهار ولایت د شور اندام سیمنټو پروژې تړون لاسلیک کړ.

ياد تړون د شيخ شهاب الدين دلاور او د احمد نبي زاده شرکت د رئس ترمنځ لاسليک شو.

یاد وزارت ویلي، دغه پروژه د ۱۰۰ مېلیونه ډالرو پانګونې سره د اکتشاف، استخراج او پروسس په پړاو کې ده چې کلنی تولید یې شاوخوا یو میلیون ټنو سیمنټو ته رسېږي.

د يادې پروژې له پيل سره به ۵۰۰۰ کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button