کابل ټکی کام ۲۵سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له کندهار ولایت څخه زمونږ همکار خبر را کوي چې بېګاه ماخوستن شاوخوا ۹ بجې د میوند ولسوالۍ اړوند د لوی کارېز په سیمه کې کورني او بهرني عسکر له چورلکو را ښکته شول، او په کورونو یې چاپې وهل پيل کړل.
زمونږ همکار وايي چې د چاپې پر مهال د بهرنیو ځواکونو پر سر د جیت او بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو تر څنګ د ګډو عسکرو او طالبانو تر منځ ۴ساعته سخته نښته را منځته شوه.
د جګړې په پایله کې کورني او بهرني عسکر وتښتېدل، او په هوایي بریدونو کې یې ۳ تنه طالبان ووژل.
















