شاعر/ اباسين “يوسفزی ”
اورونه بل دي، خولې ارزانې، طبيبان نشته، زخمونه ډېر دي
سپوږمۍ چې ځې نو، جانان ته وايه، لا وزګار نه يم، کارونه ډېر دي
وارخطا نه يم، د ژوند مزل ته، ژوندون بلها دی، غمونه ډېر دي
زه بې له خدايه، بل څوک منم نه، کنه په سر مې، لاسونه ډېر دي
د چمن سترګي، درپسې سرې دي، يو ځلې راشه، په زړو لارو
سپرلی سمسور دی، د حسن زور دی، مارغان چغيږي، ګلونه ډېر دي
تاريخ ګواه دی، زما جلال ته، خوږو ته خوږ يم، ترخو ته تريخ يم
شمله زما ده، ميدان زما دی، که په نړۍ کې، قامونه ډېر دي
جانان اولس مې، اوده په خوب دی، ويښول غواړي، لړزول غواړي
سر پکښې نشته، بې سره ګرځي، که په شمار کې، سرونه ډېر دي
سوکړه خوريږي، چينې وچيږي، سردرې دل شوې، وطن لتاړ شو
د رب بې شانه، مهرباني ده، په اباسين کې ، موجونه ډېر دي

















