د کندهار- هرات په لویه لاره د باغ پُل پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ وری ۱۴۰۲ل)

د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ‌صاحب حفظه‌الله په ځانګړې لارښوونه او ځانګړي شوي لګښت، د ټولګټو چارو وزارت په رهبرۍ او د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له لوري دوې نيمې مياشتې مخکې د باغ‌پُل د بيارغونې چارې پيل شوې ، چې د بيارغونې د چارو تر بشپړېدو وروسته پرون رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دې پروژې لګښت درې لکه او ۹۲ زره ډالره کېږي، چې دا هم د مشرتابه له محترم مقامه ورکول کېږي.
په افغانستان کې د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت مرستيال بُراق اُنسال وويل: د دغه پُل د بيارغونې تړون شاوخوا درې مياشتې مخکې له ټولګټو وزارت سره شوی و، الحمدالله موږ وياړو چې زموږ د تجربه لرونکو او بريالي ټيم او همدارنګه دولتي او سيمه‌ييزو حکومت غړو په مرسته زموږ د قراداد له پايته رسېدو مخکې په ټاکلې موده دا پروژه بشپړه کړو.

مربوطه مطالب

Back to top button