کابل ټکی کام ۲۵سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دا پنځه ورځې پرلپسې د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په اړوند مختلفو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو یو لوی ۳۰۰ موټریز کاروان د طالب وسله والو سره د جګړې په موخه رسیدلی وو، خو دغو عملیاتو پر ځای د دې چې پرمختګ وکړي، درانه تلفات یې ولیدل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ور کوي چې د امنیتي ځواکونو یاد کاروان چې یادو سیمو ته د عملیاتو په موخه تللی وو، د دوی د جنګیالیو له لورې له سختې ماتې سره مخ شول.
مجاهد وایي، ځواکونو هڅه کوله تر څو له لاسه وتلې سیمې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي، خو د دوی له کلک غبرګون سره مخ شول، چې د تلفاتو په لیدلو سره یې پښې سپکې کړې او د پایتخت کابل په لور تښتېدلي دي.
مجاهد همدا شان ادعا کوي، چې په یادو جګړو کې یې ۳۰ عسکر وژلي، او له ۲۰ زیات یې سخت ټپيان کړي دي.
مجاهد د ماینونو په مټ د ۳ ټانګونو د الوځولو خبر هم ور کړی دی.
د ښاغلي مجاهد له قوله چې د افغان ځواکونو له لورې په ډزو کې ۶ تنه عام وګړي ټپیان شوي دي، او ۳ دوکانونه یې په اور سېزلي دي.
مجاهد مني چې په دغو جګړو کې یې ۱ تن جنګیالی وژل شوی، او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
















