په سوریه کې دمرګ ژوبلې او سياسي حالاتو په کړکيچنتيا د ملګرو ملتونو لخوا د جرمني په منشن ښار کې دوه ورځنی کنفرانس جوړ شو ، چې د عراق امريکا او يو شمير نورو هېوادونو د مشرانو تر څنګ د هېواد ولسمشر اشرف غني هم د دوو تنو وزيرانو په ملګرتيا ورغلی و.
په دې کنفرانس کې د سوريې د نا امنيو او د جګړې د اور بند علاوه په نورو سيمه ييزو موضوع ګانو هم خبرې وشوې ، په دې لړ کې ولسمشر اشرف غني ته هم د وينا موقع ورکړل شوه .
ولسمشر اشرف غني چې د امريکا د استخباراتي سازمان د مشر جيمز کلپسن هغه وينا چې په واشنګټن کې يې د سنا مجلس ته کړې وه ، ويلي يې وو : افغانستان له سياسي سقوط سره مخ دی ، بوږنولی و؛ خو بيا هم زړ ه ته يې خپله ډاډ ورکړ او د مونشن کنفرانس ګډونوالو ته يې وينا وکړه.
اشرف غني لومړی ددې کنفرانس ګډونوالو ته ګيله وکړه چې تېر کال مې هم ستاسې په وړاندې په افغانستان کې دداعش دسر راپورته کولو خبر درکړی و، هغه وخت په افغانستان کې دا لقاعده زور لږ څه کمزوری و ؛ خو تاسې زما په وينا غوږ ونه ګراوه ، اوس چې دداعش سره دهېواد په ختيځ او نورو يو شمېر ولایاتو کې په مقابله بوخت يو ، القاعدې بيا له سره ځان تنظيم کړی دی ،چې مونږ په دوه سنګرونو کې ؛ يو د القاعدې او طالبانو سره بل د داعش سره جنګېږو . تاسې ګډونوال! بايد نن زما خبره په غور واورئ، چې د عراق سوريې تر څنګ موږ هم دداعش له خوا دګواښ سره مخ يو.
څنګه چې اشرف غني هېله درلوده هغه رنګ د منشن کډونوالو ورته توجه ونه کړه او ټول نظر د سوريې د حالاتو په اړه متمرکز و، چې په پای کې د ملګر و ملتونو د رابلل شوي کنفرانس ګډونوالو په سوريه کې په يوه اوربند موافقه وکړه .
که څه هم د مونشن دکنفرانس په اړه چې په سوریه کې يې ديوې اونۍ وروسته د اوربند اعلان کړ ی څه تمه نه ښکاري ؛ خو بيا هم دسوريې ولس ته د ا ور بند هيله پيداشوه ؛ خو زمونږ ولسمشر اشر غني چې په کومه هيله د مونشن کنفرانس ته ورغلی وه ، دده خبرو ته دنه پاملرنې له امله زړه ماتی هېوادته راستون شو او د راستنيدو پر مهال يې د مونشن دکنفرانس په اړه مطبوعاتو ته د افغانستان دګټې لپاره هېڅ نه وو، راوړي ؛ ځکه اشرف غني په پوره هيله مندۍ تللی مونشن کنفرانس څخه تش لاس راغی چې اوس بيا د خپلو مشاورينو سره دکلپسن په وينا چې د سيا سي سقوط خبر يې ورکړی د ځان ژغورنې مشورې کوي .

















