روسیه:.د اوکراین یوه الوتکه یې ویشتلې او پيلوټ یې نیولی دی

 کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۲ل)

د روسیې رسنیو د راپورنو له مخې د اوکراین یوه “سپک انجنی الوتکه” د دې هیواد په “براینسک” سیمه کې نسکوره شوې او پیلوټ یې نیول شوی دی.

راپور کې راغلي: چې د اوکراین اړوند یوه سپک انجنی الوتکه د روسیې او اوکراین په پوله د بایرنسک په سیمه کې لویدلې ده.

په بیان کې ویل شوي‌ دي چې پيلوټ له پېښې وروسته اوکراين ته د تېښتې هڅه کوله خو د روسیې سرحدي امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوی چې اوس مهال د روسي ځواکونو په لاس کې دی.

روسي چارواکي وایي، چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button