لغمان: د چت لويدو له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸وری، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې ، د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د يوه کور د چت د لوېدو له امله د يوې کورنۍ ۷ غړي مړه او يو بل ټپي شوى دى.

د لغمان ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدير خيرمحمد غازي وايي، چې دغه پېښه نن (جمعه، ١٨مه ) شاوخوا دوه بجې د اليشنګ ولسوالۍ په قلعه ټک سيمه کې رامنځته شوې ده.

د غازي په خبره، دغه کور په وروستۍ زلزله او بارانونو کې زیانمن شوى و او نن سهار کله چې د کورنۍ ټول غړي ويده وو، چت يې پرېووت.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يوه ښځه او خاوند او د هغوى پنځه ماشومان وژل شوي او د دې کورنۍ يوه اته کلنه ماشومه ټپي شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button