د اردغان او رئیسي خبرې: اسلامي نړۍ باید پر فلسطین د اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې یوځای شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۱ل)

‏د ترکیې ولسمشر “رجب طیب ارودغان” له خپل ایراني سیال “ابراهیم رئیسي” سره په خبرو کې ویلي چې اسلامي نړۍ باید پر فلسطین د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو او په اروپایي هیوادونو کې د قران کریم سوځولو پر وړاندې یوځای شي.

‏د اسرائیلي اشغالګرو لخوا په “الاقصی جمات” کې پر فلسطیني لمونځ کوونکو تر برید وروسته اردوغان او رئیسي په ټلیفوني تماس کې د ترکیې او ایران اړیکو، سیمه ییزو ستونزو او په رمضان میاشت کې پر فلسطین د اسرائیلي اشغالګرو د وحشیانه بریدونو په اړه خبرې کړي دي.

د ویلو ده چې وړمه ورځ اسرائیلي اشغالګرو پر الاقصی جمات په داسې حال کې برید وکړ چې هلته زرګونو کسان د لمانځه په حال کې و چې په غبرګون کې د حماس اسلامي غورځنګ لخوا پر اسرائیلو ګڼ توغندي وویشتل شول او اسرائیلي اشغالګرو یې هم په ځواب کې د غزې تړانګې په لر او بر کې د حماس غورځنګ ځینو اهدافو باندې هوایي بریدونه وکړل؛ خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

مربوطه مطالب

Back to top button