د مدیترانې په سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو پېښه کې ۲ تنه پناه غوښتونکي مړه او ۲۰ نور ورک شوي

 کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۲ل)

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، د مدیترانې په سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې ۲ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ تنه نور پناه غوښتونکي ورک دي.

فرانس پریس خبري اژانس د جرمني د یوې مرستندویه ډلې په حواله راپور ورکړی چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ د اپریل په ۹مه رامنځته شوې ده.

د مرستندویه کمیټې غړي انګو ورت وویل: “په ژغورل شویو نارینه وو کې ښځې او ماشومان د کامرون، عاج ساحل او د مالي جمهوریت اتباع وو. په دوی کې یوه امیندواره ښځه هم وه او د کښتۍ عملې هم د دوو نارینه وو جسدونه موندلي وو.

دغې ژغورونکې ډلې ویلي چې په دې کښتۍ کې ۴۲ پناه غوښتونکي سپاره وو او د دوی ډله توانېدلې چې د ۹ ښځو په ګډون یوازې ۲۲ پناه غوښتونکي له ډوبېدو وژغوري.

دغو پناه غوښتونکو غوښتل چې د تونس له لارې ایټالیا ته ننوځي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ په میاشت کې هم یوه کښتۍ چې ۱۵۰ تنه پناه غوښتونکي په کې سپاره وو، ایټالیا ته نژدې د مدیترانې په سمندرګي کې ډوبه شوه چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شول.

له پېښې وروسته په روم کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې په ياده پېښه کې وژل شوي ۹۱ تنه افغانان و.

مربوطه مطالب

Back to top button