د سعودي عربستان او عمان استازو په صنعا کې د حوثيانو له مشرانو سره خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۲ل)
د حوثيانو اړوند رسنیو د راپورونو له مخې، چې د سعودي او عمان پلاوي د یمن په پلازمېنه صنعا کې د حوثيانو له مشرانو سره خبرې کړې دي.
د حوثیانو خبري اژانس ليکلي، چې د سعودي عربستان او عمان استازو په صنعا کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د حوثيانو د عالي سیاسي شورا له مشر مهدي المشاط سره کتلي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د المشاط مشر د دغې ډلې پر دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل، دوی د یوې باعزته سولې په لټه کې دي او د یمن ولس د «آزادۍ او خپلواکۍ» هیله لري.
په راپور کې راغلي: “دواړه خواوې به د دښمنۍ د پای ته رسولو او د سعودي عربستان په مشرۍ د یمن د بندرونو د بندیز د لیرې کولو لپاره خبرې اترې وکړي.”
راپور زياتوي، د سعودي او حوثیانو خبرې د حوثیانو تر کنټرول لاندې بندرونو او د صنعا د هوايي ډګر د بشپړ بیا پرانستلو، د حکومتي کارکونکو د معاشونو په ورکولو، د بیارغونې په هڅو او له یمن څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالویش متمرکزې دي.
د یمن جګړه د ایران او سعودي عربستان تر منځ له څو نیابتي جګړو څخه ګڼل کیږي، چې تردې دمه پکې لسګونه زره کسان وژل شوي، معیوب شوي او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.



