ژباړه: احسان تکل
۱- اسلامي امارت بېرته واک ته ورسېد. حتی په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پاتې کېدو پرمهال، اسلامي امارت د هيواد ډېرې برخې تر لاس لاندې درلودې.
۲- لکه څنګه چې د متحده اياالتو د دفاع وزارت د ځينو لګښتونو د قطع کولو له مخې، هر کال شاوخوا ۶۰ سلنه په روزنې، تيلو، زغره والو وسايطو او تاسيساتو مصرف شوي. ترانسپورت، لکه هوا او سمندري لفټونه، په کال کې شاوخوا ۸ سلنه يا ۳-۴ بيليون ډالرو ته رسېدلي.
۳- د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ۱۰ ميليارد ډالر مصرف شوي، خو بيا هم افغانستان د نړۍ ۸۰ سلنه هيروين برابرول کله چې امريکا په افغانستان کې وه.
په ۲۰۱۸م کال د سيګار راپور له مخدرو توکو سره د مبارزې هڅې د ((ناکامۍ)) په توګه تشريح کړې. د کوکنارو له کښت سره د مبارزې لپاره د ميلياردونو ډالرو سره سره، افغانۍ د نړۍ د ناقانونه اپينو د توليد ۸۰ سلنه سرچينه ده.
۴- د افغان پوځ او پوليسو د روزنې لپاره ۸۷ ميليارده ډالر ولګول شول، خو بيا هم افغان ځواکونه له ماتې سره مخ شول.
۵-۲۴ ميليارد ډالر د اقتصادي پراختيا لپاره مصرف شوي، خو بيا هم اکثره افغانان په فقر کې ژوند کوي.
۶- د بيارغونې په نورو پروګرامونو کې ۳۰ ميليارد ډالر ولګول شول، خو د دې پيسو ډېره برخه د فساد او ناکامو پروژو له امله ضايع شوه. سيګار د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۷ پورې د بيارغونې په هڅو کې د ۱۵،۵ ميليارد ډالرو ضايع، درغلۍ او ناوړه ګټه اخيستنې مستند کړي.