کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، د امریکا د کنټاکي ایالت په لویسوېلي ښار کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې ۴ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
پولیسو ویلي ډزې د ښار له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سوداګریزه سیمه کې په یوه بانک کې شوې دي او د بانک کارمن خپل څلور ملګري وژلي.
د پېښې د ټپیانو په اړه ویل کېږي چې دوه پکې د پولیسو افسران دي او دا چې اوس یې روغتون کې درملنه روانه ده.
مسؤولين وايي، چې بریدګر له پولیسو سره د ډزو تبادله کې وژل شوی، خو مالومه نه ده چې د امنیتي کسانو په ډزو لګېدلی که پخپله یې ځان وژلی دی.
د دې پېښې د لامل په اړه لا څه نه دي ویل شوي.


















