کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۲ل)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت ملګري ملتونه دې ته اړ باسي، چې په افغانستان کې د پاتې کېدو او د هغوی د قوانینو د مراعاتولو تر منځ “یو ناوړه انتخاب” وکړي.
په اعلامیه کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت له خپلو کارکوونکو غوښتي چې، په افغانستان کې د دې سازمان د فعالیت د دوام په اړه د پرېکړې تر وخته دې خپلو دفترونو ته نهځي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو وروستي بندیزونه “غیر قانوني دي او له همدې امله ملګري ملتونه نه شي کولی هغه د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې پلي کړي”.
اعلامیه ويل شوي، چې د ملګروملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د مې تر ۵مې نېټې پورې په افغانستان کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز د پرېکړې په اړه ارزونه کوي.
بیان زیاتوي، چې د مې تر پنځمې پورې به یوناما اړینې سلامشورې وکړي او د ټولو احتمالي پایلو په اړه به چټک بېړني پلانونه جوړ کړي.


















