کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان اسلامي د وياند ذبيح الله مجاهد له ادرسه د ملګرو ملتونو وروستۍ اعلامیې ته غبرګون ښودل شوی او ويلي دي، په افغانستان کې د م. م. دفتر اعلاميه نشر کړې چې اسلامي امارت په ښځینه کارکوونکو ځينې محدوديتونه وضع کړي چې له کبله يې م. م. خپل فعاليتونه ځنډولي او د بشري وضعيت د ټولو عواقبو مسئول يې اسلامي امارت بللی.
د ښاغلي مجاهد په وينا، اسلامي امارت نه غواړي چې م. م. ته خنډونه ايجاد کړي؛ بلکې واضح کول غواړي چې دا د افغانستان يوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده چې بل چاته هيڅ نوع ستونزه نه جوړوي او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي.
نوموړي زياته کړې ، دا پريکړه په دې معنا هم نه ده چې دلته تبعيضي چلند کيږي، یا د ملګرو ملتو فعالیت ته خندونه جوړیږي؛ بلکي موږ د خپلو ټولو هيوادوالو ديني، کلتوري او عليا مصالح په نظر کې نيولو سره د دوی ټولو حقوقو ته ژمن يو په خبره يې:«په تاسف سره باید ووایو چې د افغانستان بشري وضعیت د بندیزونو او فشارونو له کبله رامنځته شوی او دوام لري او اصلي مسئوليت يې هم هغو لوريو ته ورګرځي چې د افغانستان پر مالي او بانکي سيسټم يې بنديزونه لګولي دي، سفري محدودیتونه یې وضع کړي، د افغانستان بېړني وضعيت ته په کتو اړینه ده چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه ژر تر ژره د افغان شتمنیو کنګل کولو، بانکدارۍ، سفري بندیزونو او نورو محدودیتونو مسئله حل کړي ترڅو افغانستان وکولی شي په اقتصادی، سیاسي او امنیتي ډګرونو کي پرمختګ وکړي او هیواد مو په خپلو پښو ودریږي.»
مجاهد زياتوي، افغانان دا ظرفيت لري چې په خپلو ظرفيتونو او امکاناتو پرخپلو پښو ودرېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې وړمه ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ويلي و، چې د طالبانو حکومت ملګري ملتونه دې ته اړ باسي، چې په افغانستان کې د پاتې کېدو او د هغوی د قوانینو د مراعاتولو تر منځ “یو ناوړه انتخاب” وکړي او په افغانستان کې خپل ټول کارمندان يې تر امر ثاني پورې دفترونو ته له ورتګ منع کړي و.

















