بدخشان: په کوکچه سيند کې یوه ښځه او ماشوم یې ډوب شوي ۲ تنه نور ژغورل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۲ل)

د بدخشان ولایت سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز کوکچه سيند کې یوه ښځه او ماشوم یې د اوبو د اخیستو پر مهال ډوب شوي دي.

سرچينې زياته کړې د جمعې په ورځ د (سلواغې ٢٥مه) د يوې مېرمنې په ګډون څلور کسان د اوبو راوړلو پر مهال سمندر ته لوېدلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوه تنکۍ نجونې چې عمرونه يې د ١٥ او ١٨ کلونو ترمنځ دي، د ځايي خلکو له خوا له سيند څخه ژغورل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د يوې ښځې او ماشوم د ژغورلو لپاره د ځايي خلکو هڅې بريالۍ نه شوې او تر اوسه يې جسدونه نه دي موندل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button