د جاپان د لومړي وزیر د وینا پر مهال چاودنه شوې، بریدګر نیول شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، د جاپان د لومړي وزیر د وینا پر مهال چاودنه شوې، خو نوموړي ته پکې زيان نه دی اوښتی او بریدګر نیول شوی دی.
ځايي خبري سرچينې وايي، يوه کس د جاپان د لومړي وزیرفومیو کیشیدا د وینا پر مهال د لوګي بم برید وکړ، چې وروسته هر لوري لوګی خپور شو او د غونډې په مراسمو کې ګډوډي رامنځ ته شوه.
دا پېښه رسنیو په وینا، د جاپان د (واکیاما) په ښار کې د وینا کولو پر مهال رامنځته شوې چې تر پيښې وروسته د پوليسو له لوري بریدګر نيول شوی دی..
پولیسو د برید کوونکي تر نیولو وروسته په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
په عين حال کې ويل کېږي، چې د ګډوډۍ پر مهال نامعلومه کسانو لومړی وزير د پائپ په شان يو څه ويشتلی دی.



