کابل ټکی کام ۲۶سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغي دي چې بېګاه شپه ۲:۳۰ بجې یې د هلمند ولایت د لښکرګاه اړوند د باباجي د سپین مسجد او اوپاشم تر منځ د اربکیانو پر یوه مهم مرکز وسله وال برید کړی دی، چې تر نیم ساعت جګړې وروسته يې جګړه خپله کړه او پوسته یې ونیوله.
خبر پاڼې لیکلي دي چې د برید په پایله کې یې یاد مرکز په ټولیزه توګه نیولی دی، او پکې مېشت ۹ عسکر یې د یوه قومندان (محبوب) په ګډون وژلي دي.
خبر پاڼې له اربکیانو څخه پاتې د ګڼو نظامي مهماتو خبر هم ور کړی دی.
















