لیکنه / پوهنوال احمدالله موحد
افغانستان هغه هېواد دی، چې ډېری سیمې يې کرنې ته مناسبې دي. په ډېرو سيمو کې يې اوبو يا د اوبو د پيدا کيدو امکانات هم شته دی؛ خو موږ تر اوسه نه په وچه ډوډۍ ماړه يو او نه هم کرل شوې سبزۍ ته مارکيټ لرو. اوس اوس نوې څېړنې ښيي چې افغانستان په يو کال کې دوه ميليارده ډالره په لبنياتو چې شيدې، کوچ، مستې، شړومبې او… پکې راځي او غوښه چې تر ډيره چرګان او نور پکې شامل دي هیواد ته راوړل کيږي.
په يو هیواد کې چې نوي سلنه خلک يي تر سخت فقر لاندې ژوند کوي، تر اوسه هم پکې مارکيټ، سوداګرۍ، سون توکي، خوراکي توکي او نور… د مافيايي کړيو په لاس کې وي، کرنې ته مناسب وي؛ خو کرنه پکې معياري نه وي په يو کال کې يوازې د دوه قلمو توکو په خاطر د دومره پيسو ورکړه په ټوله کې ملت او په خاص ډول حکومت، دولت او بیا د کرنې وزارت او نورو سکتورو وزارتونو ته ستر شرم دی.
موږ په تیرو ۱۴ کلونو کې د درې ټريليونه ډالرو د لګښت خبره کوو چې ددې ډالرو يوه ښه پنډه برخه په کرنيزه برخه کې هم لګول شوې او شونې ده ډيرې موسسې او نادولتي ادارې هم په دې برخه کې په کار لګیا وي خو پوښتنه داده چې ولې د دوی کړنې، پروژې او پلانونه ګټور نه دي؟
ددې پوښتنې تر ټولو وړ ځواب به شونې ده له ډيرو سره په ذهن کې وي خو زه وايم د وړ مکانيزم، بساينې په خاطر د ارادې نشتون، خيالي او يو وار مصرفيدونکې پروژې، مافيا ته د سوداګرۍ په لاس کې ورکړه، آزاد بازار او د يو وړ مکانيزم نشتون ددې لامل شوی دی چې موږ هر کال په شته وطن، ښکلي وضعیت او ښو اوبو کې له لوږې، تندې او د بازار له نشتون څخه رنځ يوسو.
په کرنيزه برخه کې د دولت لپاره نور شرم دی چې موږ له ۱۴ کلونو را هیسې يوازې د وچې ډوډۍ لپاره غنم هم په خپل هیواد کې نه شو تولیدولای، که مو اوس اوس ورته فکر کړی وي زموږ وچې ميوې، غاليو، زعفرانو او نورو ميوو ډير وارې نړۍ وال بازارونه تسخير کړي دي؛ خو له دومره مينې او ليوالتيا سره سره ولې ورته پاملرنه نه کيږي؟.
په تيرو ۱۴ کلونو کې تل د کرنې وزارت په څير هره دولتي اداره د معاملې، وهنې، ډلې ټپلې او ټيمونو د ګټو ښکار شوې او هر وزير، رئيس او نورو تر وطن، کرنې او بساينې ډير فکر په دې کړی دی چې څنګه خپل جيبونه ډک کړي او له دې لارې خپل ژوند جوړ کړي.
په ټول کې افغانستان لکه پوښتۍ کوږ هیواد ته ورته يو شی دی البته هیواد نه خو په هیواد کې کيدونکي اقتصادي، سياسي او نور سیاستونه له کږې پوښتۍ څخه سرچينه اخلي او له همدې لارې هره ورځ هیواد د تباهۍ کندې ته ور ټيله کيږي.
د افغانستان اوبو ګاونډيو هیوادونو ته ور ورانې دي خو زموږ شاړې دښتې له تندې نور رنګ اړوي، غنم او حاصلات مو ښه ډير دي خو قاچاقبر يي ګاونډيو هيوادونو ته وړي يا يي هم کرونده معياري شوې نه ده او له همدې امله يي حاصلات کم وي،ميوه مو په نړۍ کې نوم لري خو بهر ته د پاکستان، ایران او نورو په نومونو ځي، د غاليو صنعت مو په نړۍ کې منل شوی دی خو د هیواد بازارونه له ترکي، ایراني او نورو غالیو ډک دي، خلک له لوږې مري خو د سوال په سخته پيدا کيدونکې پيسې يي هره روځ د غنمو، وړو او ميوو په نوم پاکستان، ایران او نورو هیوادونو ته ځي.
ددې ستونزو لپاره په يو وړ مکانيزم باید کار وشي، د هیواد نامعياري کرنه باید معياري شي، سړې خونې باید ورته ډيرې شي د هر ډول خوراکي توکو د قاچاق مخه باید ونيول شي، ورته ميوې او توکي چې موږ يي لرو له بل هیواد څخه افغانستان ته راوړل کيدل يي باید جرم وي، ځکه دلته شته ميوې که یوازې زموږ اړتياوې پوره کړي او هيڅ بهر ته یو نه وړل شي دا هم ستره لاسته راوړنه ده، په تخنيکی برخه کې باید په ميوو، سبزیو پانګونه وشي، فابريکې دې ورته جوړې شي څو له دې لارې د ميوواو سبزيو د ضايع کيدو، خرابيدو او يا له وخته د تیریدو مخنیوی يي وشي.
په کلیو کې دې په مالدارۍ باندې خاص تمرکز وشي په يو کور کې دوه يا درې غواوې يوې کورنۍ ته سوکالي راوړی شي د دوی اقتصاد بسيا کوي خو شيدې او مستې يي بايد معياري پروسس شي، له خرابیدو او يا به ټيټه بيه له پلورل کيدو يي باید مخنیوی وشي که له ګاونډيو هیوادونو قوطي لرونکې شيدې موږ ته راتلی شي نو شيدې په قوطي کې اچول او د معياري فابريکې جوړيدل د اټوم بم آزموينه يا جوړول نه دي بلکه يو آسانه کار دی که خصوصي برخه دا کار نه کوي دولت دې له کرنيزې برخې د ترکمنستان يا ازبکستان برښنا نه جوړوي چې يوازې يوې پايي يي څو اونۍ کيږي په پلازمينه کې توره تیاره خوره کړې، دولت دې ځينې فابريکې رامنځ ته کړي، که دولت د بساينې هوډ لري د کرنې وزارت لکسس او زرهي موټرې دې وپلوري او يوازې په همدې موټرو يوه معياري کارخانه کيدای شي، دلته چې کله د آزاد بازار، بيان د ازادۍ بې سوره او بې لیه ساز او ډول غږول کيږي باید تدابیر هم ورته ونیول شي، د ازاد بازار کابو کيدل يوازې دولتي او د نظام له لوري جوړ شوي تاسيسات کولای شي، د مبتذلې، پردۍ او جاسوسي رسنیو مخه فکري، افغاني، ملي او دولتي معیاري رسنۍ نيولی شي، نه د ملي تلويزيون تاريخ تیرې خپرونې او په زړو ادبیاتو روږدې څيرې.
راځئ لږ ژور فکر وکړو خپل وجدان قاضي کړو راځئ په دې فکر وکړو چې يوازې دوه قلمه توکي چې دلته يي د توليد وړتيا شته ولې نور له موږ له د کال دوه ميليارده ډالره يوسي، دولت دې نور ملنډې نه وهي شمالي کوريآ ته دې تر خبرداري په خپل ګريوان کې سر ټيټ کړي، پنځوس سلنه ويشل شوی حکومت دې سم کړي، افغانستان دې ومني او په افغانستان دې زړه وسوځوي کينې خيانت يوازې د وطن پلورل، بل ته يي سپارل، د بل لپاره کار يا د هیواد ورانول هم نه دي اقتصادي اشغال او د نورو توکو ته بازار موندنه په يو فقیر او د دريمې نړۍ په هیواد کې تر ټولو ستر خيانت دی.

















