يمن کې د مرستو د ویش پر مهال د ټيل ماټيل له امله ۷۸ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، د يمن په پلازمېنه صنعا کې د مرستو د ويش پر مهال د ګڼې ګوڼې او ټيل ماټيل له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
رسنيو په سيمه کې د عیني شاهدانو له قوله لیکلي، چې حوثي یاغیانو د خلکو ګڼې ګوڼې کنټرول لپاره هوايي ډزې وکړې، چې پایله کې یې په ظاهره د برېښنا مزي ولګېدل او چاودنه هم وشوه. چې له امله يې خلک وويریدل او ټيل ماټيل رامنځته شو.
تر اوسه په ياده پېښه کې د ۷۸ کسانو د وژل کېدو او ۷۳ تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی، چې ويل کېږي د ۱۳ تنو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دی.
چارواکي وايي، چې مرسته کونکو بنسټونو په بې نظمۍ سره مرستې ويشلې او د کورنیو چارو وزرات ویلي، چې د مرستو ویشلو دوه منتظمین یې نیولي او د هغوي نه پلټنې روانې دي.



